افغاني سره میاشت وايي، یو ځل بیا د ۲۰ تنو هغو ماشومانو درملنه کوي، چې د سوري زړه په رنځ اخته دي.یادې ادارې ویلي، په کابل کې یې یو کورني روغتون ته ۲۰ تنه ناروغان د عملیات لپاره ورپېژندلي دي، چې د درملنې او عملیات ټول لگښت یې د سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۱۹ میاشتو کې یې ۲۸۶۷ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د عملیات لپاره ورپېژندلي، چې لگښت یې سرې میاشتې پر غاړه اخیستی دی.له دې وړاندې د سوري زړه په رنځ اخته ماشومانو درملنه په جرمني، چین او هندوستان کې کېده؛ خو له تېرو څو کلونو راهیسې یاده چاره په کابل کې کېږي.په هېواد کې زرگونه ماشومان د سوري زړه په رنځ اخته دي، چې په نوبتي ډول د یادو ناروغانو عملیات کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version