‏د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم او ورسره مل پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقی سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.

مولوي امير خان متقي ويلي چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان ‏اړيکې مخ پر ودې دي او له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

له بل لوري د مالیزیا د هیئت غړو د کوالالامپور او کابل تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او هیله يې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه مساعده شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version