د سنبلې ۹مه یوازې د امریکا او ناټو د اشغال د پای ورځ نه ده، بلکې دا ورځ له افغانستانه د پرځېدلي جمهوریت د خائنو څهرو د تېښتې ورځ او د افغان ملت د ویاړ، خپلواکۍ او ثبات د بیا اعادې ورځ هم بللی شو. په دې تاریخي ورځ په افغانستان کې د دوه لسیزي مبارزې په پایله کې، اشغالګر او د هغوی اجیر ځواکونه، چارواکي، سیاسیون او مشران له افغانستان وتښتېدل، خو اشغالګر د دوحې تړون له مخې او پخواني چارواکي بیا د خپلې ناوړه سابقې او کړنو د ناوړه عواقبو له ویرې وتښتېدل.

د سنبلې ۹مه د یوه ناورین او اشغال پای و، خو یوازې نظامي بڼه یې نه درلوده، بلکې دا د یوې داسې تورې او نا خپلواکه دورې پای و، چیرې چې ملي پرېکړې له بهره کېدلې او د ملت د برخلیک واک له افغانانو سره نه، بلکې له واشنګټن سره و. دا ورځ د دې ښکارندويي کوي چې یو ملت وکولی شول د خپلواکۍ د بیا اعادې لپاره تر وروستۍ سلګۍ مبارزه وکړي او په افغانستان کې یو افغان محوره خپلواک حکومت رامنځ ته کړي.

د سنبلې پر ٩مه د پرځېدلي جمهوریت ټول لوړپوړي چارواکي، وزیران، د پارلمان غړي، جنرالان او نورو په داسې حال کې له اشغالګرو مخکې یا ورسره یوځای کابل پرېښوده، چې شل کاله یې پر افغانستان د بهرنیانو په مټ واکمني وکړله، مګر همېشه یې د ملت د رایې په نوم څوکۍ اشغال کړې وې او د هېواد برخلیک یې د نورو په ګټه ټاکه، خو په تاریخي او حساسو ورځو کې یې له ملت، مسؤلیت او وجدان سره غدر وکړ.

په داسې حال کې چې افغان ولس د یو نوي وضعیت او تحول هرکلي ته سترګې په لار و، همدې چارواکو د واک خلاء رامنځ ته کړه او لومړنۍ هڅه یې دا وه چې تر الوتکو ځان ورسوي او هېواد پرېږدي. په دې حساس وخت کې اړینه وه چې پاتې شوي وای، د سولې لپاره یې تر وروستي حده هڅې کړې وای او هغه څه چې دوی یې د ملت د غوښتنو په نوم ټولنیزو رسنیو کې ښيي، په واقعي توګه یې رسېدنه ورته کړې وای.

که همدې تښتېدلو چارواکو او افغان خائنینو پرون د افغانستان د مسائلو په حل کې رښتینې هڅې کړې وای او له هېواده یې تېښته نه وای کړې، نو نننی مخالفت به یې په د شخصي عقدې پر بنسټ نه بلل کېده، خو نن چې دوی د خپلو پرله پسې اشتباهاتو له کبله واک له لاسه ورکړی او پرون یې هم د افغانستان د معضلاتو په حل کې واقع‌بینانه هڅې و نه کړې، نننی مخالفت یې بې ځایه او د شخصي ګټو پر بنسټ دی، نه د ملي ګټو لپاره.

د سلګونه زره پولیسو، اردو او استخباراتو په رأس کې ګمارل شوي مشران، څو ستوري لرونکي جنرالان او سر اعلی قوماندان چې واک یې درلوده، خلکو ته یې په پرله‌پسې توګه د دفاع ډاډ ورکاوه، خو په اخر کې، د سنبلې په لومړیو(او د اګسټ په وروستیو) ورځو چې کله پوه شول بادار(امریکا) یې واقعاً نور له ساتنې او اکمال ستړی دی او له افغانستانه کډه کوي، نو دوی هم د دفاع پر ځای تېښته غوره کړه؛ همدا چارواکي بیا نن له ملت د ملاتړ غوښتنه لري او غواړي بیا واک ور وسپارل شي.

افغان ملت باید د سنبلې له ۹مې زده کړي، چې دا ورځ دوی ته د بیدارۍ او مهم پیغام ورکونې ورځ هم ده. دا ورځ افغان ملت ته ښيي چې ملتونه کولی شي په سپېڅلو جګړو لوی قدرتونه مات کړي، خو دا هم ښيي چې که چا ته بې‌حسابه واک ورکړل شي، لکه د پرځېدلي جمهوریت چارواکو ته چې ورکړل شوی وو، نو هغوی به د ملت پر اوږو وخېږي او د خطر پر مهال به تر ټولو لومړی له ملته جدا او له هېواده تښتي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version