د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، څو شېبې وړاندې د سوریې حکومتي ځواکونو د دغه هېواد حلب ښار کې د قسد ملېشو پر وړاندې چاڼیز عملیات کړل.

د سوریې دفاع وزارت لوی درستیزۍ نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېخ مقصود او اشرافیه سیمو کې د قسد ملېشو مرکزونه یې مشروع اهداف دي.

دغو ملېشو تېره ورځ په يوه ډرون برید کې حکومتي سرتېرو او عامو خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.

د سوریې دفاع وزارت له ملکي خلکو غوښتي چې د قسد ملېشو د مرکزونو له څېرمه سیمو ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

ویل شوي، سمدستي سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version