د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل عماني سیال سره کتلي او د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پراختیا يې خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د لسیزو جګړو پای ته رسېدل، له نړۍ او سیمې سره د متوازنو اړیکو رامنځ ته کول، سراسري امنیت ټینګېدل د افغان حکومت مهمې لاسته راوړنې بللي.

مولوي امیرخان متقي د افغانستان اوسنی وضعیت د عماني سوداګرو لپاره د پانګونې “غوره فرصت” بللی او له مسقط يې مننه کړې چې د افغان سفارت د فعالیت زمینه یې برابره کړې ده.

ښاغلي تکل په دغه خبرپاڼه کې د عمان د بهرنيو چارو وزير له قوله لیکلي، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي او په دې موخه به د دواړو بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ کتنې دوام ولري، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر فرصتونو مسلسلې خبرې او عملي کار وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version