د سي‌ اېن‌ اېن‌ خبري شبکې ترکي څانګې خبر ورکړی چې د ترکیې د ولسمشرۍ د اړيکو د مرکز رئيس «فخرالدین التون» په خپلو ټولنيزو ادرسونو اعلان کړی چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع به نن سه شنبه د فبروري په څلورمه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه انقرې ته سفر وکړي.

التون‌ زياته کړې چې د ښاغلي الشرع او اردوغان ترمنځ په ناستو کې به په سوریه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وشي او هغه ګډ اقدامات چې دواړه هېوادونه یې د اقتصاد، بیارغونې او په سوریه کې د تلپاتې ثبات راوستلو لپاره کولی شي وارزول شي.

د معلوماتو له مخې د ترکي او سوري چارواکو ترمنځ د خبرو يوه برخه په نړيوالو فورمونو کې د سوریې د انتقالي حکومت او د دې هیواد د خلکو لپاره د ممکنه ملاتړ په اړه راوڅرخي.

د ترکيې د ولسمشرۍ د اړيکو د مرکز رئيس ټینګار کړی، چې دا سفر به د ترکیې او سوریې په اړیکو کې یو مهم بدلون راولي او د دوه اړخیزو همکاریو په پراخولو کې به مرسته وکړي.

ترکيې ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر خبر داسې مهال خپرېږي، چې نوموړی تر دې وړاندې په دوه ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته تللی او ښايي له هغه ځايه ترکیې ته ولاړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version