د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د کاناډا او مکسیکو پر محصولاتو لګول شوې تعرفې د یوې میاشتې لپاره ځنډولي.
راپورونه وایي، چې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو او د مکسیکو جمهور رئیسې کلایډا شینباوم له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې منلې چې له امریکا سره په ګډو پولو کې به د غیر قانوني کډوالو او فنټنایل په نامه د مخدره موادو د لېږد مخنیوي لپاره به اقدامات کوي.
بل خوا یو شمېر رسنیو د ټرمپ له قوله لیکلي، چې ښایي نوموړی په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له چینایي چارواکو سره ټیلیفوني خبرې وکړي تر څو د دې هېواد په اموالو د ۱۰ سلنه ګمرکي تعرفې لګېدو مخه ونیول شي.