د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ټینګار کړی، چې سوریه اوس د سیمې سولې، ثبات او ګډې هوساینې لپاره یو مهم فرصت ګرځېدلی ده.
نوموړي په ډاګه کړې، چې هېواد به د ډیپلوماسۍ، متقابل درناوي او دایمي ثبات پر بنسټ پرمخ وړي.
ولسمشر الشرع ژمنه کړې، چې ټول مجرمین به د قانون منګولو ته سپاري او د عدالت ټینګښت لپاره به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
هغه زیاته کړې، چې سوریه به د ملي یووالي، ټولنیز عدالت او اقتصادي پرمختګ لپاره روښانه لارې چارې غوره کړي.
نوموړي د نړیوالو بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کړې او څرګنده کړې يې ده، چې دغه بندیزونه یوازې د عادي خلکو ژوند اغېزمنوي او د سولې رامنځته کېدو په وړاندې خنډ جوړېږي.
الشرع له قطر، سعودي عربستان، ترکیې او امریکا له ملاتړ او رغنده رول څخه مننه کړې او د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
هغه همدا راز د غزې ولس او ماشومانو ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې سوریه به د بشري حقونو او نړیوالې همکارۍ په برخه کې خپل مسئولیت ادا کوي.