هندوستان ټايمز رسنۍ راپور ورکړی، چې د هند په کلکته کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۲ تنه مړه شوي دي.

سرچينې د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه کسان پر سړکونو د اوبو راتللو، د ترانسپورټ د ګډوډۍ او د ډیر وخت لپاره په اوبو کې د بند پاتې کېدو له امله ژوند بایللی.

د راپور له‌مخې، دا په دغه ښار کې له ۱۹۸۸ زېږديز کال راهیسې تر ټولو شدید باران و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version