سوریه کې د تحریرالشام وسله‌والې ډلې د سوریې پر دولتي ځواکونو خپلو پرله‌پسې بریدونو ته دوام ورکړی او ګڼ شمېر مهمې سیمې یې ترې نیولي دي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس سوریه کې د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، تحریرالشام وسله‌والې ډلې د سوریې دولتي ځواکونه شاتګ ته اړکړي، سلګونه موټرې یې ترې نیولي، مرګژوبله یې ور اړولې او لسګونه عسکر یې ترې ژوندي نیولي دي.

د یادې سرچینې په وینا تحریر الشام وسله‌والې ډلې سیمه کې د نورو وسله‌والو ګروپونو په ملتیا له تېرې ورځې را په دېخوا د سوریې په شمالي سیمې حلب کې له دولتي ځواکونو ۳۲ مهمې سیمې نیولي چې په کې د اورم‌الکبری، عنجاره، بشنطره، کفرباسما، بسراطون، حوّر، القاسمیه او السلوم سیمې شاملې دي.

تحریرالشام وسله‌واله ډله په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د محمد جولاني په مشرۍ رامنځته شوې، چې دا مهال د سوریې په شمال کې پیاوړی نظامي حضور لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version