شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې شمال ختیځ الحسکه ولایت په قصرک سیمه کې د امریکایي پوځیانو پر هډې د هاوان برید شوی.فارس خبري اژانس د عراقي «المعلومه» ویبپاڼې پر حواله لیکلي، چې تر دغه برید وروسته امریکايي ځواکونو د تیارسئ حالت غوره کړی. سرچینې زیاته کړې چې برید له نامعلوم لوري شوی او تر دې برید وروسته د یادې پوځي هډې په ختیځ او شمالي برخو کې چاڼیز عملیات هم ترسره شوي.دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پر اټومي تأسیساتو د امریکا تر برید وروسته د دغه هېواد پوځي چارواکو ګواښ کړی چې سیمه کې به د امریکا پوځي هډې په نښه کړي.
محمد بن سلمان پزشکيان ته ډاډ ورکړی چې له خپلې فضا او خاورې څخه پر ايران د بريد اجازه نه ورکوي28 جنوري 2026
پاکستانی سناتور مشتاق احمد: د شهباز شریف له خوا د ټرمپ د «غزې د سولې بورډ» د غړیتوب بلنه منل په اصل کې د اسرائیلو د رسمیت پېژندلو پر لور یو ګام دی22 جنوري 2026