ار ټي عربي رسنۍ راپور ورکړی، چې د سوریې کورنیو چارو وزارت، بهر ته له تګ د منعه شویو شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو لېست لغوه کړی دی.
سرچينې ويلي، دا لېست د بشارالاسد د رژیم لخوا جوړ شوی و او هغه کسان پکې شامل وو، چې له حکومتي دندو یې استعفاء کړې وه.
وزارت ویلي، چې د عدلیې، دفاع او مالیې وزارتونو په همکارۍ به ټول ناعادلانه محدودیتونه ختم کړي.
