د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي، چې هېواد به یې امریکا کې د خپلې پانګونې کچه یو ټریلیون ډالرو ته لوړه کړي.

هغه دغه څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره سپینې ماڼۍ کې د کتنې پر مهال کړي او ویلي یې دي چې دا پانګونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا سبب شي.

بن سلمان د نړیوالې سولې لپاره د ټرمپ هڅې مهمې بللي او ویلي یې دي چې هېواد یې د دغې سولې تر چتر لاندې له امریکا سره د روښانه ګډ راتلونکي هیله لري.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه راز دواړو لورو د مصنوعی ځيرکتیا په برخه کې هم د همکارۍ یو هوکړه‌لیک‌ لاسلیک کړی او ټرمپ ویلي، چې امریکا به د سعودي عربستان د مصنوعي ځیرکتیا شرکت «همین» ته د چېپونو پلور تصویب کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version