د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني او ورسره پلاوي نن سه شنبه (د غبرګولي، ۱۳مه) د سکینډېناوي هېوادونو (سویډن، ناروې او ډنمارک) له یوه پلاوي سره په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت او تابعیت تذکرو د وېش په تړاو خبرې کړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې ناسته کې له ناروې هېواد څخه مېرمن هیلینګ باربو او جوهانیسن لاین او د سویډن هېواد څخه مېرمن فاګرلین کیاماري ګډون کړی و، او په یادو هېوادونو کې‏ یې افغان کډوالو ته د تابعیت تذکرو وېش کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د هویت د تثبیت په هکله د همکارۍ غوښتنه کړې.


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني په دې کتنه کې ویلي، چې ا.ا په ځانګړې توګه‏ دا اداره، د بهر مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او تابعیت تذکرو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمنه ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې بهرمېشتو هېوادوالو ته د هویتي اسنادو د وړاندې کولو په برخه کې په متحده عربي اماراتو کې یې د آسان خدمت مرکز پرانېستی او په نږدې راتلونکي کې به ایران ته د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره یو پلاوی واستول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version