د سوډان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د جنوبي کردفان ایالت پر کلوقي ښار غوڅ ملاتړ ملېشو هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۷۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د وژل شويو په ډله کې ۴۳ ماشومان هم شامل دي.

غوڅ ملاتړ ملېشو لومړی پر یوه وړکتون ډرون برید کړی او ترې وروسته یې ژوغورونکي کسان هم هدف ګرځولي چې له امله یې مرګ‌ژوبله لوړه شوې ده.

د سوډان حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ملکي وګړو د خوندي‌تابه لپاره دې پر دغه ملېشو او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو فشار زیات کړي.

د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل له ۱۵مې راهیسې سوډان کې د پوځ او چټک غبرګون ملېشو ترمنځ جګړه روانه ده، چې له امله یې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version