عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوډان په دارفور او کردفان ولایتونو کې د جګړو او قحطۍ له امله انساني وضعیت کړکېچن شوی.

د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې د جګړو او لوږې له امله په یادو ولایتو کې تر ۱۲۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د جګړې د قربانیانو کره شمېر نه دی معلوم، خو ځینې سرچینې د شاوخوا ۲۰ زره کسانو د وژل کېدو یادونه کوي، حال دا چې ځینې نورې بیا دا تلفات تر ۱۳۰ زرو زیات ښيي.

د یادونې ده، چې سوډان کې دا مهال د متحده عربي اماراتو له ملاتړه د برخمنې چټک ملاتړ غبرګون ډلې او پوځ ترمنځ جګړه روانه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version