د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، د فراه ۷۸ میل بندر له لارې یې د ۱۴ ټنه بېکیفیته گاډرو مخه نیولې ده او بېرته یې ایران ته ورگرځولي دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فراه ۷۸ میل بندر لارې (۱۴) ټنه گاډر چې کیفیت یې د سټنډرډ ملي ادارې له سټنډرډونو سره په ټکر کې وو، هېواد ته یې د راتللو مخه نیول شوې ده.
په خبرپاڼه کې له ټولو ملي سوداگرو څخه غوښتل شوي چې هېواد ته د بېکیفیته ودانیزو توکو له راوړلو څخه ډډه وکړي.
د سټنډرډ ملي اداره هره ورځ د هېواد په ټولو بندرونو کې د هغو توکو د واردولو مخه نیسي چې کیفیت یې خراب وي.
تېره اوونۍ یادې ادارې ویلي وو، ایران ته یې د تېلو هغه ټانکرونه بېرته ورگرځولي چې کیفیت یې خراب و.