یحيی السنوار د حماس اسلامي غورځنګ مشر د یمن د حوثيانو مشر عبدالملک الحوثي ته په لېږلي لیک کې ویلي چې د «طوفان الاقصی» عملیات د صهیونیستي پروژې د ځپلو لپاره په فلسطین او سیمه کې پیل شوي دي.

عبد الملک الحوثی ته دا پیغام وروسته له هغې لېږل شوی چې حوثیانو د غزې د مقاومت او ملاتړ د مرستندویه عملیاتو پنځم پړاو اعلان کړی.

سنوار له انصارالله ډلې څخه د هغوی صادقانه احساس او قوي ارادې لپاره مننه کړې چې د جګړې په میدان او پیغامونو کې مو لیدلي.

سنوار د حوثيانو مشر ته ویلي: “د صهیونیستي رژیم د منځ ته ستاسو د راکټونو د رسېدلو مبارکي وایم، هغه راکټونه چې د اسرائیلو دفاعي ځواک او اعتراضي سیستمونه یې وننګول.”

هغه ټینګار کړی چې دا عملیات به د طوفان الاقصی معرکې ځلا لا نوره روښانه او د «تل ابیب» په زړه کې به یې اغیزه بیرته رابرسېره کړي.

سنوار ویلي چې دې عملیاتو دښمن ته قوي پیغام ولېږه، چې د مهارولو او خنثی کولو پلانونه ناکام شوي، د ملاتړو جبهو اغېز د جګړې په ډګر کې قوي او اغېزمن لوري ته روان دی، هغه اشاره کړې چې “له یمن، لبنان او عراق سره زموږ ګډې هڅې به د دښمن د ماتې او زموږ له خاورې څخه د وتلو سبب شي. ان شاء الله.

“سنوار د غزې وضعیت په اړه ویلي چې فلسطیني خلک له نسل وژنې جګړې، محاصرې او قحطۍ سره مخ دي چې د امت ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه له نږدې یوه کال دوامداره جګړې وروسته د مقاومت د وضعیت په اړه ټینګار کړی چې مقاومت په ښه حالت کې دی او “هغه خبرونه چې دښمن خپروي، د رواني جګړې برخه دي.

“هغه همدارنګه ټینګار کړی چې مقاومت د اوږد مهاله او سختې جګړې لپاره تیاری لري او “موږ به د دښمن سیاسي اراده همداسې ماته کړو لکه څنګه چې مو د هغوی نظامي اراده ماته کړې ده.

“دا درېیم ښکاره پیغام دی چې سنوار د حماس غورځنګ د رئیس په توګه له ټاکل کېدو راهیسې د تېر اګست په شپږمه لېږلی دی.

تبون او نصرالله ته دوه دوه پیغامونه: لومړی ښکاره پیغام چې سنوار وروسته له ټاکل کېدو لېږلی، د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون د بیا ټاکنې په مناسبت د مبارکي پیغام و چې د الجزایر رول یې د فلسطین له خلکو سره د ملاتړ په اړه ستایلی و.

سنوار درې ورځې وړاندې یو بل پیغام د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله ته لېږلی او له اسرائیلي اشغال په وړاندې یې د طوفان الاقصی په عملیاتو کې د برخې اخیستنې لپاره مننه ترې کړې.

د حزب الله رسنیز دفتر دغه پیغام تېره جمعه سهار خپور کړ؛ دغه پیغام د یحيی سنوار د حماس غورځنګ د مشر او د شهید اسمعیل هنیه چې د جنوري په ۳۱مه نېټه په تهران کې شهید شو، د ځای ناستي په توګه تر ټاکنې نږدې یوه میاشت وروسته لېږل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version