Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې، داعش او آی ايس آی مثلث، د افغانانو پر ضد توطئې
    لیکني

    د شر او فساد ډلې، داعش او آی ايس آی مثلث، د افغانانو پر ضد توطئې

    صابر افغانصابر افغان25 اکتوبر 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د طالبانو واک ته رسېدو سره د سيمې او نړۍ ځينې استخباراتي ګټې له جدي ګواښ سره مخ شوې؛ په همدې اساس د نړيوالو جاسوسي سازمانونو په پلان جوړونه کې، د شر او فساد ډلې، داعش او آی ایس آی يو مثلث جوړ شو؛ تر څو په افغانستان کې جګړې ته بيا ځلي لاره هواره کړي.

    د طالبانو په حکومت کې رامنځته شوی امن، د دې سازمانونو د ګټو لپاره يو لوی خنډ دی؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د امن په يو داسي بې مثاله ماحول کې خپلې ګټې نه شي خوندي کولی.

    د شر او فساد ډله چې تل يې په ولس کې تفرقه او تعصب خپور کړی، د کورنيو جګړو اصلي عاملين او د افغان ولس بې رحمه قاتلين دي؛ دغه ډله د وطن په ليلامولو کې ښکېله او د بهرنيو استخباراتي لوبو يوه مهمه آله پاتې شوې ده.

    د دوی اصل هدف د پيسو او واک تر لاسه کول او په دې لار کې يې د ولس په وينو سوداګري هم بې له څه ځنډه جاري ساتلې؛ د مختلفو نړيوالو جاسوسي سازمانونو سره د دوی پخوانۍ اړيکې چې له پخوا راهيسې د افغانستان پر ضد د شومو اهدافو په عملي کولو کې وې، د طالبانو د واک په راتګ سره بيا تازه شوې؛ دوی د څو ډالرو په بدل کې ځان غربي پروژو ته وړاندې کوي، تر څو د نړيوالو جاسوسي سازمانونو ملاتړ او ګټې خوندي کړي.

    د شر او فساد ډلې شعار په تعصب ولاړ دی؛ همېش يې د افغان قومونو تر منځ د نفاق تخم کرلی دی؛ دوی په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د تعصب په ناروغۍ اخته وي؛ په ژبنيو، سيمه‌ ييزو شعارونو او پيسو فريبوي، تر څو هغوی د خپلو شخصي مفاداتو لپاره وکاروي.

    د دوی تېرو کړنو او تاريخ ته په کتلو؛ نړيوالو استخباراتي شبکو بيا پرې پانګونه وکړه او د طالبانو د حکومت پر ضد يې د هغوی روزنه پيل کړه؛ له آی ایس آی سره د دوی پخوانۍ اړيکې چې احمد مسعود ته د هغه له پلار احمد شاه مسعود څخه په ميراث پاتې وې، اوس يې دغه اړيکې د غرب په لارښوونه تازه شوې دي؛ په ځانګړي ډول آی ایس آی ته د غربي استخباراتو له لوري ور وپېژندل شول او په پاکستان کې د آی ايس آی تر څار لاندې يې روزنه کېږي.

    د دې ډلې اصلي موخې تعصب، د ولس تر منځ د نفاق خپرول، غلاوې او قتل عام وو؛ د طالبانو سره د دوی پخوانۍ دښمني او د بهرنيانو لپاره د غلامۍ اوږد تاريخ، د دې سبب شو چې بيا ځلي يې د نړيوالو استخباراتي سازمانونو پام ځان ته واړاوه.

    داعش چې همېش يې د اسلام په جامه کې د غربي ګټو دفاع کړې؛ په هر ځای کې د خلافت په بهانه د مسلمانانو سره په جګړو بوخت دي، تر څو د غربي ګټو دفاع او د غرب دښمنانو ته سرخوږی جوړ کړي؛ د دوی له پيدايښت څخه په سيمه کې، په ځانګړې توګه په پاکستان کې؛ د آی ايس آی تر څار لاندې روزل کېږي.

    په بل حساب که و وايم چې پاکستاني پوځ او آی ايس آی د داعش جامه اغوستې او د دوی تنخوا خواره دي؛ چې له وخته په پاکستان کې روزل کېږي تر څو سيمه کې پرې غربي او صهيونيستي اجنډاوې پوره کړي.

    دا چې دغه د مسلمان په جامه کې غربي پوځ (داعش) هم له وخت څخه د طالبانو سره دښمني لرله؛ چې د غرب له وتلو سره يې آی ايس آی ته د دوی د لا تقويې امر وکړ کوم چې اوس هم پاکستان کې روزل کېږي، بلکې د مشرانو يې د پاکستاني پوځ په مېلمستونونو کې د مېلمنو غوندي خدمت کېږي.

    آی ایس آی او د پاکستان پوځ چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې یې هر وخت د غربي پروژو د ټيکه‌ دار کردار درلودلی؛ په سیمه کې له غرب او نورو هېوادونو څخه پروژې اخلي چې په بدل کې ورته پېسې ورکول کېږي؛ د پاکستان اقتصاد همدا پروژې ګرځېدلي او د جګړې پلي کول یې دکانداري ده.

    بل طرف د افغانستان سره د ډيورنډ نامنل شوې کرښې او د افغانستان د غصب شوې ځمکې مسئله هم شتون لري؛ چې آی ايس آی همېش هڅه کړې ترڅو په افغانستان کې جګړه جاري وساتي، ځکه که جګړه ودرېږي، نو ممکن افغان ولسونه له پاکستان سره حساب وکړي او د خپلې غصب شوې ځمکې د آزادۍ غوښتنه وکړي؛ يوه وجه هم همدغه ده چې آی ايس آی افغانان په جګړه اړولي.

    آی ايس آی د پاکستان د پايښت لپاره مجبوره دی چې د غربي طاقتونو ملاتړ له ځان سره ولري او د هغوی د ملاتړ لپاره بايد کار ورته وکړي.

    افغانستان کې د جګړې درېدلو سره د نړيوالو جاسوسي سازمانونو منافع په خطر کې لوېدلو سره ځکه و ده (آی ايس آی) ته د جګړې د پلي کولو پلان او هم د جګړې لپاره ورته د شمالي ټلوالې او داعش ادرس ورکول شو.

    د شر و فساد او داعش ډلې په ځلونو نيول شويو غړو اقرار کړی چې دوی د پاکستان په بلوچستان سیمه کې د آی ایس آی او پاکستاني پوځ تر رهبري لاندې روزل کېږي؛ دوی په واضح ډول وايي چې په افغانستان کې د جګړې او ګډوډۍ پلانونه د آی ایس آی له خوا ورکړل شوي دي.

    په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې پاکستان د شمالي ټلوالې او داعش ترمنځ یو تړون رامنځته کړ؛ ترڅو په ګډه د افغان حکومت پر خلاف جګړه وکړي؛ د آی ایس آی په رهبري په پاکستان کې دغه ډلې یوه توافق ته هم سره ورسېدلې چې په کې د طالبانو پر ضد جګړه کې به يو له بل سره مالي او تسليحاتي مرستې کوي.

    د داعش تر ماسکو پورې رسېدل؛ چې پکې پاکستاني اتباع هم شامل وو، دغه داعشيان د شر و فساد ډلې په جامه کې تر روسیې پورې ورسېدل؛ ځکه له روسیې سره د غلامۍ اړیکې احمد مسعود ته د پلار څخه په میراث پاتې وې.

    همدارنګه عبدالرشید دوستم او د دې ډلې نورو مشرانو ته دغه اړيکې د افغانستان د ټوپک سالارۍ او کورنۍ جګړې له وخته ور پاتې وې؛ د دغو اړیکو له لارې دوی وتوانېدل چې داعش تر ماسکو پورې ورسوي.

    د دغو درې سره لوبغاړو (شمالي ټلواله، داعش او آی ايس آی) ګډې موخې د غربي پروژو عملي کول، پيسې او افغانستان کې جګړه ده؛ تر څو دوی خپلو اهدافو ته و رسېږي؛ د دوی په مخ کې خنډ طالبان ګرځېدلي دي، ځکه د طالبانو په شتون کې به افغانستان بيا ځلي د جګړې په ډګر نه بدلېږي؛ همدا وجه ده چې دغه درې واړو د طالبانو مخالف يو له بل سره اتحاد کړی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله اسرائیلو ایران کې پر پوځي اهدافو ځوابي بریدونه کړي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.