Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر خوښوونکو ناولې څهرې افغان ولس ته خورا ښې معلومې شوې
    لیکني

    د شر خوښوونکو ناولې څهرې افغان ولس ته خورا ښې معلومې شوې

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: ډاکټر لطیف سجاد

    د شر او فساد ډله یو ځل بیا غواړي چې د افغانستان په متدین ملت باندې د اقتدار نېشه سړه کړي، د دوی مرام یوازې او یوازې واک او قدرت طلبي ده؛ دغه د واک پر ګدۍ کښېناستل ورته که د افغانستان د خلکو د وینو او که د افغانستان د خلکو د عزت په بیه تمامه شي نو دوی به ترې انصراف ونه کړي.

    تاریخ د دغسې واقعاتو شاهد دی چې د قدرت د هوس او د قدرت د نېشې په تکل یې ټول مصلحتونه یوې خوا ته کړي او ټول ارزښتونه یې داو ته وړاندې کړي او ځانونه یې د اقتدار رأس ته رسولي.

    د پروفیسور برهان الدین رباني له استادۍ، شیخۍ او پروفیسورۍ سربېره د اقتدار چینجی مغز کې ښورېدل، که به د افغانستان هر ګوټ کې محاصره شو ویل به یې چې (من رییس جمهور افغانستان هستم).

    تېر ځل چې د مشر ملا صاحب رحمه الله لښکرې له کندهاره را وخوزېدې، د شر او فساد په ضد یې جهاد اعلان کړ، رباني له امریکې مرسته وغوښته ترڅو د ده اقتدار وساتي، خو امریکې په سپین میدان پرېښوده، بیا یې روسانو ته منډه کړه.

    تاجکستان چې د روسانو تر اغېز لاندې دی اول ځل رباني هلته لاړ، له هغه ځایه یې خپل حکومت اعلان کړ، خو په کولاب کې هم پاتې نه شو، مسکو ته یې مخه کړه او د افغانستان د پاچاهۍ چوکۍ یې هلته وتښتوله او ځان یې پاچا اعلان کړ.

    له طالبانو سره یې د جګړې محاذ ګرم وساته، ولس ټول له طالبانو سره ودرېده او افغانستان یې له تورې ارتجا را وایسته؛ بچه بازۍ، قماربازۍ، د پیمخو هلکانو نڅول، خانخانۍ او قومندان بازۍ ملت تر پوزې راوستی، پاټکونو کې انساني سپيو خلک داړل، ولس له دغسې اختانقه امان غوښته، ټول په یو غږ د مشر ملا صاحب سره ودرېدل او د افغانستان له پاکې جغرافیې یې د شرونو او فسادونو کمبله ټوله کړه.

    د شر او فساد لاروي هماغه خلک دي او غواړي چې ملت یو ځل بیا هماغې تورې ماضي ته ستانه کړي او افغان مېړنی ولس به هېڅکله بیا چاته اجازه ورنکړي چې د شر او فساد ډله د افغان میړني ولس په سرونو ور سپاره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاحمد مسعود د شر او فساد ډلې ته د لابیګیرۍ په هڅو کې
    راتلونکي مقاله هېواد ته شر او فساد لارویانو نه جبرانېدونکی زیان اړولی

    مربوطه لیکنې

    د کنډوونو، زندانونو او انقلابونو سړی

    11 مارچ 2026

    د افغان حکومت مخالفین د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي

    9 مارچ 2026

    د پخوانیو سیاستوالو چوپتیا؛ څوک او ولې چوپ دي؟

    7 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړیوالي رسنۍ 12 مارچ 2026

    قطری لیکوال محمد الباشق: پر افغانستان د پاکستان برید د واشنګټن د خوښۍ لپاره ترسره شو؛ خو دا کړنه د پاکستان په زیان تمامه شوه

    قطري لیکوال محمد الباشق ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم وروستی برید د…

    نوي ډيلي کې د ډرون پر تولیدي فابریکې د برید اوازې رد شوې

    12 مارچ 2026

    رندهیر جېسوال: پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی

    12 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطری لیکوال محمد الباشق: پر افغانستان د پاکستان برید د واشنګټن د خوښۍ لپاره ترسره شو؛ خو دا کړنه د پاکستان په زیان تمامه شوه

    12 مارچ 2026

    نوي ډيلي کې د ډرون پر تولیدي فابریکې د برید اوازې رد شوې

    12 مارچ 2026

    رندهیر جېسوال: پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی

    12 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.