د شهیدانو او معلولینو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس فیصل خاموش وايي، د بودیجې د منظورۍ سم نن په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو نغدي مرستو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده.
نوموړي ویلي، د یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یادې نغدي مرستې به په نوبتي ډول د یادو کسانو بانکي اکونټونو ته ولېږل شي.
د خاموش په خبره، د شهیدانو او معلولینو وزارت هڅه کوي، چې د تېر په شان دا ځل هم یاد بهیر په رڼه بڼه تر سره کړي او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خپل حق ورسېږي.
معلومه ده چې په ټول هېواد کې څومره کونډې، یتیمان او معلولیت لرونکي وگړي دي؛ خو په هېواد کې څلوېښت کلنې جگړې مېلیونونه وگړي یتیم کړي او زرگونه تنه معلول شوي دي.