د چاپېریال ساتنې ملي دارې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز د یوې ناستې پر مهال د چاپېریال نړیواله ورځ ونمانځله.

د یادې ادارې چارسمبالي مشر حافظ عزیزالرحمن په نننۍ غونډه کې وویل، په ټوله نړۍ کې ایکوسیستمونه له گواښ سره مخ دي او طبیعي چاپېریال چې د انسان د ژوند سرچینه گڼل کېږي د ویجاړېدو په حال کې ده؛ بناً هېوادونو ته پکار ده چې سترو چاپېریالي ننگونو ته د رسېدو لپاره په گډه کار وکړي.: «د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اقلیم بدلون، وچکالي، ناڅاپي سېلابونه، د ځمکې او ځنگلونو تخریب، د خاورې تخریب، بېدیا کېدل او د ایکوسیستمونو او ژوند بڼو له منځه تلل؛ په افغانستان کې عمده چاپېریالي ننگونې دي.»

نوموړي، وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د اشغال او جگړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړیوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون د افغانستان د چاپېریال زیانمنېدو د عواملو په توگه یاد کړل.: «د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغېزو څخه ډېر اغېزمن هېواد دی او دا یې پر نړیوالو حق دی چې په دې برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي. دغه راز نړیوال باید د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر پیل او تطبیق کړي.»

ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د چاپېریال قانون بیاکتنه، د چاپېریال ملي پالیسۍ تدوین، د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ جوړول، د څلورو چاپېریالي طرزالعملونو جوړول، د ادارې د ستراتېژیک پلان بیاکتنه، د راتلونکو پينځو کلونو لپاره د پراختیایي برنامو تدوین، د هېواد د لویو ښارونو د هواککړتیا د راکمولو، مخنیوي او کنترول پينځه کلن پلان نوي کول او د اوزون پوړ ویجاړوونکو گازونو (HFC) د مصرف او تورید د کنټرول په موخه د کیگالي تعدیلاتو تصویب؛ د دې ادارې د لاسته راوړنو په توگه یاد کړل.: «افغانستان د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو غړیتوب لري، چې اوس مهال هم د نړیوالو سازمانونو له مالي او تخنیکي ملاتړ پرته د یادو کنوانسیونونو اهدافو او مکلفیتونو پلي کولو ته ژمن دی.»

په نننۍ غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، له بده مرغه چاپېریال د نړۍ د صنعتي قدرتونو له حده زیاتې گټې اخیستنې له امله تر بل هر وخته له زیات خطر، حتی نابودۍ سره مخ دی.

ښاغلي حنفي زیاته کړه، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی او د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اوښتی دی.

سالم چاپېریال د هر انسان طبیعي حق دی او د سالم چاپېریال رامنځته کولو لپاره باید موږ ټول دوامداره او مسوولانه هڅې وکړو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version