بېگاه شپه د سوېلي پنجاب ډېره غازي خان ولسوالۍ اړوند سیمه توسنې شریفې سیمه کې د پاکستان په پولیسو او سرحدي عسکرو په یوه گډ چیک پواینټ ډله‌ییز برید شوی، چې له امله یې لسو عسکرو ته مرگ‌‌ژوبله اوښتې ده.

د پنجاب امنیتي ادارې مني، چې په دغه برید کې وسله‌والو له لېزري وسلو سربېره له گڼو سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی، چې له امله یې لسو عسکرو ته مرگ‌ژوبله اوښتې ده.د بېگاني برید مسوولیت د پاکستان تحریک طالبانو منلی دی.

د تحریک طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپانه کې ویل شوي، په بېگاني برید کې لږ تر لږه لسو عسکرو ته مرگ‌ژوبله اوښتې.

د یادونې وړ ده، چې په یاد چیک پواینټ څه موده وړاندې هم د پاکستاني طالبانو له لوري برید شوی و.

تېره اوونۍ هم د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د پاکستاني طالبانو له لوري په دوه چریکي بریدونو کې دوه عسکر وژل شوي وو.

اوسمهال پاکستان د اقتصادي بحران سربېره له امنیتي بحران سره هم مخ دی، چې د پاکستاني طالبانو سربېره پکې د بلوڅ ملت‌پالو بریدونه هم ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version