په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې ډاکټران توانېدلي، چې په لومړي ځل د زړه بای پاس عملیات( CABG) په بریالیتوب سره وکړي.

د یاد روغتون ډاکټرانو ویلي، د ولي‌جان په نامه یاد ناروغ د هلمند څخه راوړل شوی و، چې د زړه شریان یې بند و او په لومړي ځل د هېواد په کچه په نظامي روغتون کې د زړه بای پاس عملیات یې د ډاکټر محمد اسحاق، ډاکټر حبیب‌الرحمن، ډاکټر نبي‌گل او ورسره ډلې له لوري وشول.

د یادونې وړ ده چې د ډاکټر محمد اسحاق په هلو ځلو دا دویم د زړه د بای پاس عملیات دی چې په بریالیتوب سره کېږي.

د تېرې جمعې په ورځ په یاد روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه جراحۍ څانگه پرانیستل شوه.

پرون د کابل په علي‌اباد روغتون کې هم د سرطاني ناروغیو جراحي عملیات شوي وو.

د یاد روغتون ډاکټرانو ویلي وو، د نېک محمد په نامه یو تن د مرۍ سرطان درلود، چې په دغه روغتون کې یې عملیات په بشپړ او ډاډمن ډول سره شوي دي.

د علي‌اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د مرکز امر ډاکټر عبدالمنان باوري وايي، یاد ناروغ څو ځله پاکستان ته د درملنې لپاره تللی و؛ خو د ډېرو لگښتونو سربېره بیا هم یاد ناروغ روغ شوی نه و.

د باوري په خبره، د ناروغ حالت اوس د ډاډ وړ دی او له دې وروسته دې د سرطان ناروغان د درملنې لپاره بهر نه ځي، بلکې په کور دننه یې درملنه شونې شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version