د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توفایف هغه پرېکړه ستایلې، چې د افغانستان اسلامي امارت نوم یې د قزاقستان د ممنوعه له ډلو له نوملړ څخه لرې کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزارت دغه گام د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې یو مهم پرمختگ او د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو په برخه کې د یو خنډ لرې کېدل گڼي.

د خبرپاڼې له مخې، قزاقستان په سیمه کې د افغانستان مهم سوداگریز او ترانزیتي شریک دی او دغه پرېکړه به دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختگ او لا زیاتو اقتصادي همکاریو ته لار پرانیزي، چې د دواړو هېوادونو په گټه ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توفایف له افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو د پراختیا په پار د اسلامي امارت غړي د ترهگرو له ډلو له نوملړه ایستلي دي.

نوموړي د ټولیز امنیتي تړون د سازمان غړو هېوادنو د ولسي جرگو له مشرانو سره په کتنه کې ویلي، قزاقستان له افغانستان سره د سوداگریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په کتو دا چې د طالبانو واکمنۍ اوږدمهاله ده،‌ دوی یې د ترهگرو له نوملړه ایستلي دي.

نوموړي ویلي، په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو کارونو په سیمه‌ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده او غواړي چې له افغانستان سره ښې سوداگریزې اړیکې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version