د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د صنعتي ساحو قانون د اسلامي امارت د رهبر له‌خوا له توشیح وروسته، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۰مه نېټه په ۱۴۵۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.

د صنعتي ساحو قانون یوه سریزه، ۶ بابونه، ۱۱ څپرکي او ۶۷ مادې لري چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم له توشیح څخه وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

یاد قانون د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصاد ته د ودې او پرمختیا ورکولو، د خصوصي سرمایه ګذارۍ د جلب او د صنعتي ساحو د مدیریت، ساتنې او مراقبت زمینې برابرولو په موخه تدوین شوی دی؛ د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې د تطبیق مرجع ده.

په دې قانون کې د امارتي، خصوصي او مشارکتي صنعتي ساحو د جوړلو، پراختیا او څارنې، یادو ساحو ته د ځمکې وېشلو او د صنعتي ساحو جوړولو لپاره غوښتونکو ته د ځمکو د وېشلو شرطونو په اړه حکمونه راغلي دي.

د یادونې وړ ده چې په ۱۴۴۵ ګڼه رسمي جریده کې، د صنعتي ساحو د قانون سربېره د اسلامي امارت د زعیم یو شمېر فرمانونه هم چاپ او خپاره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version