ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۴/۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د فارياب د طوطي ميدان ګازو د اکتشاف تړون د يو ميليارد ډالرو په ارزښت لاسليک شو.

۲_ترکیه د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه کې همکاري کوي.

۳_میدان وردګو کې ۸۶۳۵۴ عدده نشه يي ټابليټ د انتقال پرمهال کشف او نیول شوي دي.

۴_چینایی سوداګر د افغانستان په مرکزي او جنوبي سیمو کې د جلغوزیو د پروسس کارخانې جوړوي.

۵_د نورستان په نورګرام کې د لومړي ځل لپاره د يوه روغتيايي مرکز د جوړولو چارې پيل شوې.

۶_‏د مس عينک کان په ژر استخراج او سل سلنه پروسس ټينګار شوی.

۷_کابل، کاپیسا، سرپل او هرات ولایتونو کې د یو شمېر پروژو د برخلیک اړوند پرېکړې وشوې.

۸_برېښنا شرکت له پخوانيو چارواکو ۱۹۵ میلیونه افغانۍ پور راټول کړی.

۹_بدخشان کې لرغوني ځايونه بيا رغول کېږي.

۱۰_د لغمان شاهي کانال، عملي چارې پیل شوې.

۱۱_د ټولګټو وزارت له ژمي وړاندې د سالنګونو د پلان شوي کار په پای ته رسېدو ټينګار کړی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستان کې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفه صفر شوې.

۲_وسلوالو بلوچستان کې پر کان کېندونکو کسانو برید کې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

۳_پاکستان کې د وروستیو ناکراریو پر دوام تازه کرمه کې فرقه یي جګړې شوي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د لاتینې امریکا نیوکاراګوای حکومت له اسرائيلو سره د ډيپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_امريکا کې د داعش په تور نيول شوی افغان د امريکا د استخباراتي ادارې غړی پاتې شوی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

۱ څرگندون

  1. الحمدالله الحمدالله ثم الحمدالله دامارت په راتلوسره دافغانستان مسلمان ولس په وړاندې روان دي دبيارغوني ، امنيت ، سوکالۍ کارونه مخ پر ښه کيدو دي انشاالله ستاسو ددوعا محتاج ، مولوي ابوالحسن ، عرب ،

ځواب پریږدئ

Exit mobile version