د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې، د یاد وزارت سرپرست مولوي نورالدین عزیزي د حلال استانبول ۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په څنډه کې د اذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزارت ‏له لومړي مرستیال مامدوف سره کتلي.

پدې کتنه کې ښاغلي عزیزي د لاجوردو له لارې څخه د ښې ګټې اخیستنۍ په اړه د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال سره خبرې اترې کړي.

‏هېره دې نه وي چې په دې کتنه کې د اذربایجان د اقتصاد وزارت لومړي مرستیال د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور استازو ته بلنه ورکړې ترڅو په دغه هېواد کې د تولیداتو لپاره په جوړېدونکي نندارتون کې ګډون وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version