د بلوڅ بېلتون پالو اړوند رسنيز ادرس «باهوټ» په يوه پوسټ کې د بلوچستان د خلکو او د بلوڅ قوم له خوا افغان ملت ته د فتحې د ورځې مبارکي وړاندې کړې ده.

هغوی ليکلي: «د بلوڅ قوم له خوا خپلو وروڼو افغان ملت ته د امریکايي اشغال پر ضد د اوږدې او زړورې مبارزې په برکت د خپلواکۍ تر لاسه کولو په موقع، د “فتحې د ورځې” مبارکي وړاندې کوو.»

ياده دې وي،‌ چې په بلوڅ بېلتون پالو سربېره يو شمېر نورو هېوادونو، خوځښتونو او سازمانونو هم د افغانستان د فتحې او خپلواکۍ په وياړ افغانانو ته مبارکي وړاندې کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version