راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزې لپاره د سولې بورډ د غړیتوب په بدل کې له هر هېواده څه باندې یو میلیارد ډالر غواړي.

ویل شوي، ټرمپ به د سولې د بورډ مشر وي او هر هېواد چې د دې بورډ دایمي غړیتوب غواړي د ګډون په لومړي کال به له یو میلیارد ډالرو زیاتې پیسې ورکوي.

ټاکل شوې دغه بورډ له غزې سربېره د نړۍ په هره برخه کې د ثبات، حکومتولۍ او جګړه ځپلو سیمو کې د سولې لپاره کار کوي.

ځینو اندېښنه ښوولې چې د ټرمپ دغه اقدام به اوږد مهال کې د ملګرو ملتونو پر رول سیوری وغړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version