د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، هند ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خصوصي سکټور او «PHDCC» خونې د رهبرۍ له غړو او په هند کې د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره کتلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د هند له خصوصي سکټور څخه غوښتي، چې افغانستان کې د پانګونې سربېره د صادراتو او وارداتو برخه کې هم ونډه واخلي.

ښاغلي عزیزي هندي پانګه‌والو ته بلنه ورکړې، چې د درملو، ټوکر او وریجو سکټورونو کې پانګونه او سوداګري وکړي.

ورته مهال د هندوستان د خصوصي سکټور استازو د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version