وحیدالدین حیدر

طلوع نیوز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد په یو ګردي مېز کې له ملت نه دا پوښتنه وکړه او له ولسه یې وغوښتل چې دا سوال دې په اخلاص ځواب کړي.نوموړي زیاته کړه موږ ملکي او نظامي برخه کې بنسټیز اصلاحاتو ته کار ویلی، د وطن اقتصاد په بنیادونو جوړیږي او موږ خپل دوه نیم کلن مزل کې د وطن د اقتصادي سرچینو په تهدابونو باندې تمرکز کړی او نظامي برخه کې مو په ریفورم ژور کار پېل کړی.

رښتیا هم د حماد صیب په ځغلنده تحلیل که تمرکز وشي، د افغانستان ګوټ ګوټ کې د سړکونو په رغولو او ترمیم شدید کاروان دی، د وطن د دښتو په تالو کې له یو مخ چيک‌ډېمونه جوړيږي، د کرنې په برخه کې له ایران سره یو ستر تړون امضا شوی چې هغه کې د اصلاح شویو تخمونو، د ورېښمو چینجیو روزل، د کرنې د برخې لوی او واړه وسایط او وسایل د غلو او میوې د پروسس ستر مرکزونه، د شنو خونو جوړول، د نهالونو پیوند او د نهالونو تکثیر او صادرات ټول په کې شامل دي.

د هیواد د اکثره بندونو نیمه کارونه بشپړ شوي او آن د ځینو بندونو مشینري وروسته له نیمې پېړۍ ترمیم شول چې د درونټې د برېښنا بند یې ښه بېلګه ده. هر ولایت کې د هغه ولایت ولایتي اداره له تخنیکي ټیمونو سره په انکشافي کارونو بوخته وي، امنیتي او قضايي ادارې د هیواد غصب شوي ځمکې درګرده راګرځوي او د حکومت پوروړي د لسګونه کلونو پورونه ادا کوي، د فابریکو مالیات، د ترانسپورټ عواید او د ښاري صفایي محصول په شفاف ډول د حکومت حساب ته انتقالیږي، هر کال دوه ځله د تشکیلاتو په تخصصي کولو او پراخولو کار کیږي.

همداسې په نظامي برخه کې تهدابي کار روان دی، د ملي دفاع وزارت له حربي پوهنتون مسلکي کادرونه فارغ شول او له مخې مسلکي دندې ورکړل شوې، همدا ډول د کورنیو چارو وزارت له مسلکي اکاډمیو ځوانان فارغیږي او د جذب نوې او پراخه لړۍ پیل شوې چې تازه یې له نهم ټولګیو فارغو زده کوونکو ته د جذب پراخ ظرفیت رامنځ ته کړی، کابو ټولو ولایاتونو کې د نوم لیکنې چټکه پروسه روانه ده، چې د جنايي، ترافیکو، لوژستیک او ګڼو نورو برخو کې درې کاله مسلکي زده کړې ورکول کیږي او له فراغت سره سم ورته مسلکي دندې ورکول کیږي.

خو بیا هم نړۍ غواړي چې زموږ ګړندی تګ ټکنی کړي، د همه شمولیت تعریف یې دادی چې پخواني غله که نظام کې شریک شول نو دا نظام به همه شمول وي او که نشول نو دا یو ګوندي نظام دی.

نړۍ دې موږ پریږدي او موږ دې خپل د اوږو بار نه ګڼي، که یوه لسیزه موږ د حکومتدارۍ فرصت په لاس ولرو نو نړۍ ته به موږ مرستې او خیراتونه لیږو.موږ هیڅکله له چا سره مشکل نه لرو، مګر خلک دي چې موږ ته مشکلات ایجادوي. دا ملت نه تیار خور دی او نه خیراتخور، موږ هرڅه لرو خو نړۍ ته جمعي خرد په کار دی، موږ باید په لویو مشترکاتو را ټول او فروعي مسایلو څخه څنډې ته شو. دریغه!! په دې کار کې لوی خیر دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version