د عامې روغتیا وزارت وايي د ياد وزارت سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي سعودي ته د سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له عمومي مشر ډاکټر ټیډروس سره کتلي دي.
د ياد وزارت په خبره ، چې یاده کتنه کې د لا زیاتو همکاریو په راجلبولو، د پولیو او ورته نورو ساري ناروغیو سره د مبارزې په غښتلتیا، د هېواد په سپینو سیمو کې د روغتیايي خدماتو برابرولو، په نړیوالو روغتیایي کنفرانسونو او ناستو کې د عامې روغتیا وزارت د استازو پر ګډون او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو بحث او خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي په دې کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره هڅه شوې، چې د روغتیایي سیستم بودجه له کورنیو سرچینو تمویل او افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا شي۔