اتمه برخه
په جلاوطنۍ کې یو لالهانده خوب:
افغانستان د فاتحانو او مجاهدينو هېواد دی، هر چا چې د ولس د خدمت په موخه له دې خاورې سره خيانت وکړ، مخ یې تور او په ټولنه کې د نفرت وړ ګرځېدلي.
د مسعودیزم یاغیانو یو وخت د ولس په زړونو کې د اتلانو په نوم ځای پیدا کړ، کلونه کلونه یې وخوړل او وګټل، خو هیڅ کار یې و نه کړ؛ ډېر وخت نه و تېر شوی چې ولس پوه شو، په دې چې دوی له ګيډې ډکولو او د خپل راتلونکي د ژغورلو پرته هېواد او ملت ته بل څه نه دي کړي.
باغیان د خلکو د مالونو او خزانو په لوټلو سرمست وو چې رسوایۍ یې ور وټکاوه او د غربت اوښ یې په دروازو کې ګونده ووهله؛ کاش چې دا د مرګ وای وای، دا جلاوطني، بې ځایه کېدل، تبعید او بده ورځ خو به یې نه لیده.
دا بې ریښې یاغیان په هغه ازموینه کې چې په افغانستان کې یې خلکو ته ورکړه، ناکام شول، اوس په جلاوطنۍ کې ګډوډ او لالهانده خوبونه ویني او په جلاوطنۍ کې د حکومت جوړولو په هڅه کې دي.
ظاهراً د باغیانو زړونه خپلو غربي بادارانو ته ډک دي او د هغوی په ملاتړ خپله شا ګرمه ساتي، خو د دوی تجربې څو ځله ثابته کړې چې باداران یې خبرو ته غوږ نه نیسي، یواځې د هغوی له لارې خپلې غوښتنې عملي کوي؛ د لویدیځوالو لپاره د باغیانو ارزښت د یوې وسیلې او یا د پاکوونکي کاغذ په څېر دی.
د افغانستان انټرنشنل خبري شبکه چې د افغانستان د اسلامي نظام پر ضد د بغاوت جبهې ملاتړې ده، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۱۰مه یې د یاغیانو د جبهې د خام مشر له قوله خبر خپور کړ چې د باغیانو جبهه د جلاوطنه حکومت د جوړولو هڅه کوي.
باغیانو هېره کړې چې افغانان نور دروغو ته غوږ نه ږدي، دوی مسلمانان او قرآن کریم یې د ژوند لارښود دی، قرآن کریم د هود سورة په ۱۱۳ آیت کې وایي:«وَلَاتَرْکَنُوا اِلَی الّذِینَ ظَلَمُوا فَتَمَسّکُمُ النّارُ وَمَا لَکُمْ مِنْ دُونِ اللّہ مِنُ اوْلِیَاءَ ثُمّ لَا تُنْصَرُونَ».
ژباړه: او هغوی ته مه نږدې کېږئ چې ظلم یې کړی، که داسې وکړئ نو اور به تاسو ته ورسېږي، د الله تعالی د عذاب په وړاندې به تاسو دوستان او اقارب و نه لرئ او مرسته به مو و نه شي.
هو! قرآن کریم وايي، له هغو ظالمانو سره ملګرتیا مه کوئ چې د ملت وینې یې زبېښلې، د ملت او وطن په عزت یې تجارت کاوه؛ که له هغوی سره یو ځای شئ او تشویق یې کړئ، د خدای د غضب او د خلکو د بې باورۍ اور به درته ورسېږي.
د افغانستان شریفو خلکو! الله تعالی ګواښ کوي چې که تاسو له ظالمانو او سرکښو سره یوځای شئ، نو تاسو به د الله په مقابل طرف یاست، څوک چې د الله تعالی په مقابل کې وي، امان نه شي موندلی؛ نه قوم، نه خپلوان، نه زور، نه زر، نه پیسې، هیڅ شی یې په مخ کې نشي درېدلی؛ راځئ چې باغیان ښه وپېژنو، خپل ځان او خپل ماشومان د دوی له شر او فساد څخه وژغورو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.