د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په مرکز کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي.

ښاغلي جلالي زیاته کړې، په پام کې لري چې د ثالثي روغتونونو ظرفيتونه هم لوړ او په مجهزو او عصري وسایلو یې سمبال کړي.

نوموړي ویلي، چې هېواد کې د درملو برخه کې د شته تشې ډکولو لپاره په بديلو لارو کار روان دی او هڅه کېږې چې داخلي تولیداتو برخه لا پیاوړې شي.

د عامي روغتیا د وزیر په خبره، هڅې روانې دي چې هېوادوالو ته په کور دننه ټولو روغتیايي برخو کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کېدو زمینه برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version