د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د عامې روغتیا اوسنی وزیر قلندر عباد له دندې گوښه شوی او د ځینو نورو چارواکو په دندو کې ادلون بدلون راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې اېکس‌پاڼه (ټوېټر) لیکلي، چې د کورنیو چارو وزارت مخکېنی اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا د چارسمبالي وزیر په توگه ټاکل شوی دی.

همدارنگه د استخباراتو عمومي ریاست مخکېنی اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توگه ټاکل شوي دي.:«د سمنگان مخکېنی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي په توگه، د فاریاب مخکېنی والي ملا شعیب رسالت د سمنگان د والي په توگه ټاکل شوي دي.»

ښاغلي مجاهد لیکلي، د هلمند د گرېشک ولسوالۍ مخکېنی ولسوال محمد صادق انقلابي د کندهار د مرستیال په توگه او د کندهار مخکېنی مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د هلمند د گرېشک د ولسوالۍ د ولسوال په توگه ټاکل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version