د ننگرهار د کانال شرکت وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د کانال پر ۵۶۰۰ جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي، چې حاصلات به یې د نورو کلونو په پرتله ډېر وي.

د کانال شرکت رئیس غلام‌الرحمن کظیم وايي، سږ کال د دې شرکت اړوند پر ۳۳۵۰ جریبه ځمکه هندواڼې او پر ۲۲۵۰ جریبه ځمکه خټکي کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې ۹۷۵۰ ټنه حاصل واخیستل شي.

د کظیم په خبره، سږ کال د هندواڼو حاصلات هم ۶۶۰۰ ټنه او د خټکیو حاصلات به ۳۱۵۰ ټنه وي.

هندواڼې هغه نباتات دي، چې د هر کال د غويي میاشتې په لومړیو کې کرل کېږي او زیات اوبه‌خور او تودوخې ته اړتیا لري.

د هندواڼو حاصلات په ټولیزه توگه د وږي او تلې په میاشتو کې پخېږي او په یو جریب ځمکه کې ټولټال یو کیلو گرام تخم شیندل کېږي.

د کرنیزو چارو پوهان بیا په دې باور دي، چې دغه نباتات په کم لگښت د نورو نباتاتو په پرتله ښه حاصلات ورکوي.

په ننگرهار کې د کانال شرکت سربېره په خصوصي ډول هم هندواڼې کرل کېږي، چې هر کال ترې په ټنونو حاصلات راټولېږي، چې د ننگرهار سربېره نورو ولایتونو ته هم لېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version