ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۵۶۱ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ له دولسمې دورې څخه فارغ شول.
د یاد وزارت په وینا، فارغ شویو منسوبینو ته د درېیو میاشتو په موده کې پوځي، فکري، نظري او عملي زدهکړې ورکړل شوې دي.
په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې مسئولینو فارغانو ته د خپلو مسئولیتونو د ښه ترسراوي په اړه سپارښتنې کړې دي.
ورته مهال فارغ شویو منسوبینو د ترلاسه کړو پوځي زدهکړو ننداره وړاندې کړې او مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړی چې د سر په بدل د اسلامي نظام او هېواد دفاع او ساتنې ته چمتو دي.
