په نوي ډیلي کې د امریکا سفارت د امنیتي خبرداري په خپرولو سره، له امریکایي اتباعو غوښتي، چې د ګڼې ګوڼې له سیمو، سرې کلا او چاندني چوک څخه لرې و اوسي.

په خبرتیا کې دغه راز له امریکایي اتباعو غوښتنه شوې، چې په سیاحتي سیمو کې د ګرځېدا پر مهال خپل شاوخوا وڅاري.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د نن ماښام چاودنې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

هندي چارواکو تر دې دمه د دغې چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه هېواد په څو ایالتونو کې سخت امنیتي تدابیر اعلان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version