د عدلیې وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي، د خصوصي روغتونونو له مسؤولینو او ډاکټرانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي، چې د خلکو صادقانه خدمت وکړي او له هر ډول ګوندي فعالیتونو او سیاسي تړاونو ډډه وکړي.
د عدلیې وزیر زیاته کړې، چې د ډاکټرانو عزت د خلکو په خدمت کې دی او د خصوصي روغتونونو د اتحادیې فعالیت باید د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو له مخې ترسره شي.
د خصوصي روغتونونو مسؤلینو هم ډاډ ورکړی، چې د اتحادیې چارې به د نافذو قوانینو او اصولو په چوکاټ کې پر مخ وړي.


