د افغانستان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ادارې لوی رئیس، ملا نورالدین ترابي، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له رئیس یوانیس بروار سره د پېښو مدیریت، بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې او بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپانې په وینا، دواړو لورو د بېړنیو حالاتو پر مهال د معلوماتو د شریکولو، د ماینونو قربانیانو ته د مرستو، د لټون او ژغورنې ټیمونو د پیاوړتیا، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د ګډو بشري پروګرامونو د پراختیا په اړه بحث کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ICRC رئیس هم د بشري پروګرامونو، تخنیکي همکاریو او ظرفیت لوړونې په برخو کې د خپلې ادارې د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړی.


