د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد حسين د دغه هېواد پر وړاندې د اسرائيلي رژيم د لومړي وزير بنيامين نتنياهو ګواښونو ته په غبرګون کې ويلي، چې د عراق پر وړاندې د اسرائیلو هر ډول ګواښ د عراق پر ملي حاکميت بريد دی.

هغه زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د نتنياهو له لوري پر عراق د احتمالي بريد خبره نامنلې او مردوده ده.

بنيامين نتنياهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې ويلي، چې اسرائيلي رژيم به په عراق کې ځينې اهداف په نښه کړي.

په ورته وخت کې د نتنياهو دغه څرګندونې د نړۍ په کچه د پراخو غبرګونونو او اندېښنو لامل شوې دي او شنونکي وايي، چې اسرائيل ښايي له غزې، لبنان او يمن وروسته د جګړې لمن تر عراق هم وغځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version