شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp عربي رسنیو د لوړپوړو عراقي سرچینو له قوله لیکلي، چې عراق کې له عینالاسد هوایي هډې څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونه وتلي دي.د عراق دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې ځواکونو یې په بشپړه توګه د عینالاسد هوایي هډې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.د عراق په سوېل کې پروت عینالاسد پوځي هډه د منځني ختیځ په کچه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو یو له لویو مرکزونو څخه وه.واشنګټن او بغداد له دې هوایي هډې د نړیوالو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وه او ټاکل شوې وه چې دغه لړۍ د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.
د حوثیانو خبرداری؛ که د باب المندب تنګي د تړلو هوډ وکړو نو د نړۍ هېڅ ځواک به یې د خلاصولو توان ونه لري19 اپریل 2026