په افغانستان کې د سرپرست حکومت تر واکمنېدو وروسته د پرځېدلي جمهوريت يو شمېر هغه غړي چې د خپلو اعمالو له ډاره يې هېواد پرېښود او وتښتېدل، وخت ناوخت په بهرنيو هېوادونو کې تر مختلفو عناوينو لاندې غونډې، نقشې او پلانونه جوړوي او واک ته د بيا رسېدو په موخه د خپلو ناسمو خوبونو لپاره غولونکي تعبیرونه ګوري.
د دوی چې نړۍوالو، خصوصاً امریکا او لوېديځو هېوادونو ته د امید سترګې ور کږې دي، تر ټولو زیات تمرکز یې پر دې دی چې څنګه د افغانستان روان وضعیت ناسم او ولسونه ناراض وښيي، د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د ژورو اختلافاتو ګنګوسې خپرې کړي او له دغه لارې ځانونو ته کاذب اطمنان ورکړي.
په بهرنيو هېوادونو کې دغسې ناستې که څه هم هر ځل د دوی د خپل منځي اختلافاتو د شدت ښکار ګرځېدلي دي، خو په اړه یې پوښتنه دا ده چې ایا دا ناستې، نقشې او پلانونه کامیابېدای شي!؟ لاندې څو ټکي دي چې د دې پوښتنې ځواب را کولی شي.
د امريکا دريځ: که څه هم بهر مېشتو مخالفینو د امريکا پر اوسني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تکيه کړې وه او تمه یې وه چې ټرمپ به د افغانستان په اړه د امريکا پالیسي بدله کړي او مستقيماً به زمونږ ملاتړ وکړي، خو ټرمپ د دوی دا خوبونه په اوبو لاهو کړل، حتی په دې اړه يې د يوې يوټيوبرې پوښتنې په مسخره آمېزه ډول بې ځوابه پرېښوده او دايې څرګنده کړه چې ګواکې د افغانستان په تړاو خبرې ورته د اهميت وړ نه دي.
د نړۍوالو سیاستونو بدلون: په دې تمه شپې سبا کول چې ګواکې نړۍوال سیاست به په لنډه موده کې بدلون ومومي، له یوکراين او منځني ختیځ نه به یې پام بېرته افغانستان ته را واوړي، قطعاً اشتباه ده، هېڅ داسې څرک نه ليدل کېږي چې نړۍوال سیاست دې په يوه وجه بدلون ته مایل وي او د پلي کېدا میدان دې بدل کړي.
داخلي ملاتړ: فرضاً که پر هيواد د بيا حاکميت سوالګرو ته کوم بهرنی هېواد د ملاتړ لپاره لاس ور هم کړي، خو دا تکراري او ازمایل شوې څهرې د هېواد په داخل کې هيڅ ډول ملاتړ نشي ترلاسه کولی، ځکه د پرځېدلي جمهوريت د حاکميت په وخت کې د ولسواکۍ، ټولنیز عدالت، بشري حقونو او ټولشموليت د عنوانونو په پوښونو کې د دوی اصلي څهرې، فساد او غدر ټولو خلکو ته داسې عیان شوی چې بیان ته یې هيڅ اړتيا نشته.
سیاسي قوت: د مخالفو ډلو پلانونه که يوازې سیاسي هڅې وي، نو له یوې خوا سرپرست حکومت خپل ځواک او ثبات ساتلی او له بلې خوا د مخالفینو سیاسي شعور د ماتې او ډار سیليو وېرولی، دا چې څنګه او کله به د سرپرست حکومت په وړاندې قوت ترلاسه کوي او څنګه به ځان سمبالوي، نا څرګنده ده.
پورتني نکات هغه څه دي چې ډاډه ويلی شو، چې د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفين که هر څومره نقشې او پلانونه ترتيب کړي، په بهر کې هر څومره ناستې جوړې کړي، واک ته د بیا رسېدو ټولې ممکنه لارې پرې په ټپه تړل شوې دي او د دوی ټولې هڅې، نړۍوالو ته عذر او زارۍ بې پایلې دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.