د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان لسګونه پلویان چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د شویو درغلیو پر ضد یې لاریونونه کول، د پاکستان پنجاب ولایت کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند ویلي چې د دوی لاریونونه سوله ییز وو.

هغه انځورونه او ویډوګانې چې په رسنیو کې خپاره شوي، پکې څرګندیږي چې پولیس د پي ټي آی لوړپوړي مشران او کار کوونکي په لاهور ښار کې نیسي.

د عمران خان تر مشرۍ لاندې تحریک انصاف ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر ۱۰۰ ډیر غړي یې پولیسو نیولي دي.

دوی داسې ادعا لري چې هغوی په ترسره شویو تېرو پارلماني ټاکنو کې د ټګیو او واک غلا پر ضد سوله ییز لاریونونه کول.

د پي ټي آی په اعلامیه کې د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کیدوغوښتنه شوې او د پولیسو دا کړنه یې غندلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version