د ننگرهار سیمه‌ییز مسوولین وايي، پاکستان یو ځل بیا د هغو افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده، چې وېزې یې نه لرلې.

د ننگرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، د پاکستان د پوځ له لوري پرون د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې ده، چې وېزې یې نه لرلې.

تر اوسه د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کېدو اصلي لامل معلوم نه دی، خو له دې وړاندې هم پاکستان هغو افغان موټر چلوونکو ته اجازه نه ورکوله چې وېزې یې نه لرلې.

کابو دوه میاشتې وړاندې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغان ناروغانو پر مخ وتړله چې له وېزې پرته دغه هېواد ته داخلېدل.

په همدې حال کې هغه ناروغان چې غواړي له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي له گڼو ستونزو سره مخ کېږي.

دوی له افغان حکومت څخه غواړي له پاکستان سره دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

ځینو پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی و، چې د روانې مارچ میاشتې له ۳۱مې به هغه افغان ناروغانو او موټر چلوونکو ته به په ټوکن او تش پاسپورټ اجازه ورنه کړي او دوی ته هم وېزه جبري کېږي.

پاکستان په تورخم کې پر افغان ناروغانو داسې مهال دروازه تړلې، چې پاکستان ډېرو کمو افغانانو ته وېزې ورکوي او د نورو وېزې ردېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version