د غزني ولایت مقام د رسنیو مرکز ویلي، د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه بشپړ ۵۰ بستریز روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د غزني ځایي روغتیایي مسئولینو هیله څرګنده کړې، چې د یاد روغتیایي مرکز په بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیایي ستونزې هوارې او د درملنې اسانتیاوې به پراخې شي.
ټاکل شوې، روغتیایي مرکز به په معیاري ډول پنځه جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې ۴۵ داخلي، عاجل او خدماتي خونې، د برښنا مجهز سېسټم او یو باب جومات به ولري.
د غزني ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې به په غزني ولایت کې د دې ترڅنګ د څلورو نورو ورته روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې هم پیل شي.


