د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د روسيې پلازمېنه مسکو کې د افغان سفارت فرهنګي اتشې فضلهادي حمزه د فلسطین سفارت کې «د فلسطین مظلوم ولس او سولې لپاره دعا» مراسمو کې ګډون کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې په یاد پروګرام کې د فلسطین سفیر، لوړ پوړو ډیپلوماټانو او سفیرانو، د روسیې د مذهبي فرقو استازو، عامه او سیاسي شخصیتونو هم ګډون کړی و.
د مراسمو ګډونوالو فلسطین کې د بې ګناه انسانانو د وینې تویولو د پای ته رسیدو او د بیت المقدس ساتنې لپاره پر ډیپلوماتیک پیوستون خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، د مراسمو په څنډه کې ښاغلي فضلهادي حمزه د يو شمېر عربي او ځینو نورو هيوادونو ډیپلوماټیکو استازو، کلتوري او مدني فعالانو سره هم ليدنې کړې دي.


