د يوه هالنډي خيريه بنسټ له لوري یوه نوې څېړنه چې په غزه کې په ۵۰۴ ماشومانو ترسره شوې، ښيي چې په دې جنګ ځپلې او وحشتناکه‌ تړانګه کې ۹۶ سلنه ماشومان داسې احساس کوي چې د دوی مړینه نژدې ده.

ياده څېړنه چې يوه هالنډي خيريه بنسټ د جګړې د ماشومانو د نړيوالې ټولنې په مرسته ترسره کړې وايي په غزه کې همدارنګه ۴۶ سلنه ماشومان د صهيونيستي اسرائيلو له لوري د جګړې د رواني او فزیکي ټپونو له امله چې دوی یې تجربه کوي د مړینې هیله لري.

د هالنډي خيريه بنسټ له لوري په خپرې شوې څېړنه کې راځي چې د غزې ۷۳ سلنه ماشومان په خپلو بدنونو د صهيونيستي رژيم د بمبارد او وحشتونو په پايله کې د مرميو‌ او ټپونو نښې نښانې لري.

د يادونې وړ ده چې پر غزه د صهيونيستي رژيم د ۱۴ مياشتني روان يرغل، وحشت، بمبارد او جګړې په پايله کې نږدې پنځوس زره عام فلسطيني وګړي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي شهيدان شوي، تر سل زرو ډېر ټپيان، او ميليونونه نور بې کوره شوي او درانه مالي زيانونه یې ليدلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version