د فرانسې ولسمشر “امانویل مکرون” د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې د “مارین لوپین” پر وړاندې له ماتې وروسته د فرانسې هېواد پارلمان لغوه کړ.

مارین لوپین د ښي اړخي افراطي ګوند مشر او د امانویل مکرون مخالف دی.

مکرون له دې اقدام سره د یکشنبې په ورځ په فرانسه کې له وخته مخکې د ټاکنو د ترسراوي خبر هم ورکړ.

هغه وویل: “د فرانسې د ملي مجلس د ټاکنو لومړی پړاو د جون میاشتې په ۳۰ مه نېټه او دویم پړاو یې د جولای په ۷ مه نېټه ترسره کیږي”.

د معلومات ښیي، چې د مارین لوپین په مشرۍ “د ملي اجتماع” ښي اړخي افراطي ګوند د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې ۳۲ سلنه رایې ګټلي او د مکرون ګوند یوازې ۱۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس د اروپا د پارلمان ټاکنې د جوند ۶ مې او ۹ مې نېټو ترمنځ ترسره شوې.

رسنیو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو په وروستۍ ورځ د جرمني، فرانسې او هسپانیې په ګډون د اروپا په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۳۶۰ میلیونه کسانو خپلې رایې وکارولې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version